‏د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د بندر عباس ښار په شهید رجایي بندر کې د تېرې ورځې چاودنې له امله د مړو او ټپیانو شمېر له ۷۵۰ تنو اوښتی دی.

راپورونه کاږي، په یاده چاودنه کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۷۵۰ تنه نور ټپیان دي.

د راپورونو له‌مخې، د چاودنې سیمه کې لاهم اورلګېدنه روانه ده او د ژغورنې ډلې یې د مهارولو هڅې کوي.

نړیوالو رسنیو د ایراني چارواکو له قوله لیکلي چې، دغه چاودنه په کانټینرونو کې د کیمیاوي موادو د ناسمې ساتنې له امله رامنځته شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version