Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»باغیان څوک دي؟ (١٣)
    لیکني

    باغیان څوک دي؟ (١٣)

    صابر افغانصابر افغان10 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پر هېواد او ملت باندې د بغاوتګرو زیان او تاوانونه

    تفرقه، نه اتحادله لویو او مهمو ستونزو څخه د بغاوتګرو په هېواد کې شتون او د دولت په بدنه کې ځای نیول دي، د ملي اتحاد او انسجام په کلک دېوال کې درز رامنځته کول دي.

    دا ډله د ملت د اتحاد ونه د یوې تېرې ارې په څېر اره کوي، په دوو برخو یې وېشي، او له دې ټوټو څخه د خپلو ګټو په طوفاني سمندر کې د تېرېدو لپاره صافې او موازي تختې جوړوي.

    دا ګټه خوښونکي هېڅکله اجازه نه ورکوي چې ملت په یوه منسجم تنظیم کې له یوه واحد لیدلوري سره نسبي آرامۍ ته ورسېږي او حساب یې له ځان او خپل ملت سره مشخص وي.

    دا بغاوتګرې ډلې چې له مختلفو او خپلسرو ګروپونو څخه جوړې شوي، او هره ډله یې په هر ځای کې خپل ګډوډ بازار لري، تل د اتحاد او انسجام د جوړوونکو عواملو په تخریب پسې دي، او د تفرقې او بېلوالي او څو اړخیزه ډبرو په ګوزارولو سره د اتحاد نازکه شیشه ماتوي.

    دا د شر او فساد ډلې هر کار کوي چې د ملت ټولې اوبه په یو نهر کې لاړې نه شي، او د یوه واحد محور شاوخوا راټول نه شي، ترڅو هسې نه چې ځواک ترلاسه کړي او ټول ملت په یوه اواز او یوه غږ سره د دوی پر وړاندې ودرېږي.

    دا ټولې هلې ځلې د دې لپاره دي چې د دوی ګټې په همدې ملي بېلوالي او تفرقې کې نغښتې دي.

    دوی په پرلپسې توګه د ملي بېلتون او څو هویتي ملي ډنډوره غږوي، او ملت د تعصب او قومیت پالنې په لوړو او اغزنو حصارونو کې ایساروي، ترڅو هېڅکله د یووالي خیالي تصویرونه په خپلو تصورونو کې رامنځته نه کړي.

    ځکه چې ځینې له همدې خړو اوبو څخه ماهیان نیسي، او کله ناکله زلزله او ویجاړي د غلو او غاصبانو لپاره د غلا او چور زمینه برابروي او د بې وزلو شتمنۍ بې له سرپناه او امانه پاتې کېږي.

    یو له هغو عواملو څخه چې افغانستان ته د آمریکا ننوتلو او راتګ لاره هواره کړه، همدا بېلتون او جلاوالی او د یو بل سره د کینې درلودل او په مخالفو جبهاتو کې درېدل وو.

    که هغه وخت ټول په ګډو ټکو سره راټول شوي وای او په هېڅ بهانه او قېمت د اتحاد کرښې څخه نه وای تېر شوي، هېڅکله به له روزګار څخه وروسته نه پاتې کېدلو، او اوس به د خپل هېواد د نړیوالې سطحې د لوړولو لپاره د نه ستړي کېدونکي هڅو پر ځای په آرامه ژوند کې وو.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد پاکستان له زندانونو ۶۶ خوشې شوي بنديان هېواد ته راستانه شول
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۳/۷ ھ ق.

    مربوطه لیکنې

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    دا مقاومت دی که مزدوران؟ د امریکایي هډې لپاره د داخلي پلور لېوالتیا

    12 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 20 مې 2025

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو د چترال…

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    20 مې 2025

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،933 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،865 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،859 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.