‏ د بامیانو د امنیې قومندانۍ ویاند محمد خواني رسا وايي، چې د دغه ولایت په اول نمبر یکاولنګ ولسوالۍ کې د بامیانو-بند امیر پر لاره نن ماسپښین د یوه پاسو موټر د چپه کېدو پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپيان شوي دي.

رسا زیاته کړې، چې دغه پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې ده.

نږدې هره ورځ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ترافيکي پېښې رامنځته کېږي چې په پايله کې یې لسګونه هېوادوال خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ مسؤلين يادې پېښې د موټر چلوونکو بې احتياطي او د لویو لارو خرابوالی يادوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version