د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د فراه امنیه قومندانۍ ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د میمنې ښار په څلورمې ناحیې کې د پلټونکي عملیاتو پر مهال له یو کور څخه ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او لاسته راوړي دي.

د یاد وزارت په وینا، په ترلاسه شویو وسلو او مهماتو کې ۵۱ میله بېل بېل ډوله تومانچې، درې میله اووه ډزې ټوپکونه، ‏یو بم غورځوونکی، ۱۴ میله یوولس ډزې ټوپکونه او سلګونه مرمۍ شاملې دي.

یاد وزارت زیاته کړې ده چې، د هلمند امنیه قومندانۍ ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت منسوبینو له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په مرکز لښکرګاه او څو ولسوالیو کې ‏د بېلابېلو پلټونکو عملیاتو پر مهال ۲۰ میله ډول ډول وسلې او ګڼ شمېر مهمات نیولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version