څه موده وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د بغاوتګرو ترمنځ ځینې محرم رازونه افشاء شول، ځکه چې د دوی اصلي موخې په هېواد کې نا امني او له نامشروع لارو چارو څخه د مادیاتو ترلاسه کول دي.

بغاوتګر د همدې ناوړه او شومو موخو لپاره د طالبانو پر وړاندې مبارزه کوي، تر څو ګډوډي رامنځ ته کړي، د مادیاتو په مقابل کې خپل بهرني باداران خوشحال او راضي کړي؛ همدا مادیات چې بغاوتګر غواړي په غیر قانوني لارو لاسرسی ورته پیدا کړي، د دوی د پاشلتیا عامل وګرځېده.

مادیات د بغاوتګرو ترمنځ سره کرښه ده، هغه بغاوتګر چې د ورانکاره فعالیتونو د ترسره کولو په مقابل کې حق الزحمه ورکول کېده، په دې وروستیو کې پر ټاکلي وخت ور نه کړل شوه، برعکس له امنیتي ستونزو سره هم مخ شول، بالاخره یې خپلې لارې د مادیاتو په مقابل کې سره جلا کړې.

څرګنده بېلګه یې د شر او فساد مقاومت جبهې د فعال غړي عیسی محمدي او د ازآدۍ جبهې د مرستیال عبدالستار حسیني تر منځ د محرمو رازونو افشاء کېدل وو، د دغه رازونو له افشاء کېدلو سره د بغاوتګرو ترمنځ د مادیاتو پر سر خپل منځي اختلافات لا پسې زیات شول؛ یو علت یې همدا و چې د ازآدۍ جبهې مرستیال په دې هڅه کې و چې، عیسی محمدي ازآدۍ جبهې ته د زیاتو مادیاتو او موقف په ورکړې سره ور جلب کړي او له نوموړي څخه په فرهنګي او مطبوعاتي برخه کې استفاده وکړي.

بغاوتګر د اشغال په شل کلنه دوره کې میلیونران او ملیاردران شول، د مادیاتو عاشقان وو، نه پر خپل عزت وو او نه د نورو؛ یواځې یې پروژيي چارې پر مخ وړلې، د نورو د خوشحالتیا په پار یې نا مشروع کړنې د ځان لپاره مشروع ګڼلې.

بغاوتګر چې د غلامۍ او جاسوسۍ خورا ډېره مخینه لري، د نړیوالو جاسوسي شبکو په لومه کې را ګیر دي؛ د افغانستان د سولې او امن پر وړاندې يې ډول، ډول دسیسې جوړي کړې او پر مخ یې یووړې، خو په خپلو ترتیب کړیو پلانو لا هم نه دي توانېدلي چې بریالي شي.

بغاوتګر د مادیاتو په لټه کې دومره سره وپاشل شول چې، د پرځېدلي جمهوريت لومړي مرستیال امرالله صالح، جنرال ایوب سالنګي، بهاوالدین جیلاني او ظاهر اغبر چې د شر او فساد ډلې مهم او کلیدي غړي بلل کېدل، له شر او فساد ډلې څخه جلا شول.

دا چې بغاوتګرو ته له هر څه وړاندې مادیات مطرح دي، نو د وخت په تېرېدو سره به ډېر ژر نېست او نابود شي، لکه څنګه چې سره پاشل شوي دي، همداسې به نور هم وپاشل شي؛ ځکه د دوی په خپلو منځونو کې د اختلاف ژور ټکي شته، چې د دوی د انشعاب امکان لا زیاتوي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version