بلوڅ بېلتون پالو په خپلو رسنيزو ادرسونو د تېرې فبرورۍ مياشتې د بريدونو د راپور په خپرولو سره ويلي، چې ځواکونو یې تېره مياشت په ۲۱ بريدونو کې د پاکستان حکومت د بېلابېلو ادارو ۴۸ کسان وژلي، ۳۸ ټپيان کړي او ۷ نور یې ژوندي نيولي دي.
يادې وسله والې ډلې د تېرې مياشتې په ۲۱ بريدونو کې درې بريدونه ستر او د ډېرې مرګ ژوبلې ياد کړي، چې له هغې ډلې یې يو په بارخان سيمه کې د پاکستان د استخباراتي ادارې پر کارکوونکو وو، چې په ترڅ یې اوه کسان ووژل شول.
بلوڅ بېلتون پالو همدا راز د پاکستان د ساحلي پوځيانو په کمپ بريد، پنجګور سيمه کې د سيندک پروژې په امنيت ساتونکو بريد او دغه شان بلوچستان کې د پاکستاني پوځيانو په موټر پرونی برید هم د تېرې مياشتې قوي بريدونه ګڼلي دي.
د بلوچستان له غرونو څخه د ګوادر، قلات، تربت او نوشکي په څېر ښارونو ته د بلوڅ بېلتون پالو د بريدونو له راښکته کېدو څرګندېږي، چې په بلوچستان کې پاکستاني حکومت له بشپړې ناکامۍ سره مخ دی او بلوڅ بېلتون پال د بريا په حال کې دي.