یاد برید نن له غرمې وړاندې د پاکستاني طالبانو لخوا د بنو د پولیسو د مرکز د دروازې د ساتونکو له وژنې وروسته پیل شو، د برید له ځایه په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې پر مجهزو وسلو او مهماتو سمبال طالبان په چټکۍ د پولیسو مرکز ته ننوځي.

د برید په لومړیو کې تر ۲۵ ډېرو پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته؛ د جګړې پر دوام پاکستانی پوځ هم په جګړه کې ښکېل شو چې جګړه لا اوږده شوه چې په پایله کې نوره مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوه.

د وروستیو راپورونو له مخې د تحریک طالبانو پنځه تنه وسلوال هم په یادو عملیاتو کې ژوند له لاسه ورکړ چې له ډلې یې هر یو: قومندان خالد بن ولید د سوېلي وزیرستان اوسېدونکی، مولانا عبدالله بن رواحه د کرک اوسېدونکی، ضرار بن ازور د سند ایالت د سکر اوسېدونکی، صلاح الدین ایوبي د شمالي پنجاب منډي بهاوالدین اوسېدونکی او عمر فاروق د کوئټې بلوچستان اوسېدونکی، یاد برید ترسره کړ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version