په افغانستان کې د تېرې جمهوري دورې له نسکورېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم، د یادې دورې پرمهال ځینو فعالو سیاسي او نظامي مهرو په غرب او اروپا کې د طالبانو پر ضد د بغاوت نغارې پیل کړې؛ دوی په داسې حال کې دا نغارې پیل کړې چې تازه د جګړې له ډګر او افغانستان څخه تښتېدلي وو او له بلې خوا په بهر کې یې هم په کمپونو کې د غرب او اروپا سوسیال ته اړولي وو.
په تېرو شلو کلونو کې د دوی مخینه که وکتل شي، اکثریت یې په افغانستان کې د مېشتو امریکايي او غربي ځواکونو قراردادیان، پروژه یان، ګاردان او یا هم د سفارتونو او نورو ادارو صفاکارن وو.
دوی په تېرو شلو کلونو کې له همدې لارې ډېرې پیسې ترلاسه کړې، چې وروسته یې د غرب له فرهنګي دستګاه سره هم اړیکې ټینګې شوې او عملاً یې له دوی سره، اوږه پر اوږه د هېواد د ارزښتونو د مسخه کولو، فحشا او بې دینۍ خپرولو او غربي افکارو او الحاد ته د خلکو رابللو، په هېواد کې قومي، ژبنیو، مذهبي او سمتي تعصبونو ته د لمنې وهلو کې برخه واخیسته.
له بلې خوا یې پر عامو افغانانو ظلمونه شروع کړل، غصبونه یې پیل کړل، وسله والې غلاوې یې شروع کړې، بچه بازۍ، قمار بازۍ او فحشا ته یې مخه کړه او په ډېره کمه موده کې یې ټولنه له یوه وېروونکي حالت سره مخ کړه.
دوی دویمه او درېیمه او ان څلورمه درجه ډلې هم جوړې کړې چې همدا کارونه یې کول؛ پیل یې له کابل وکړ او ورپسې یې دا لړۍ نورو ښارونو ته هم وغځوله، ډېری هغو خو یې په لوړو حکومتي پوستونو کار کاوه او یا به هم وکیلان وو.
په پورته کارونو یې په ښار کې پر مېشتو خلکو کړۍ راتنګه او ژوند بې خونده کړ؛ ملي سوداګر او نور هټیوال یې لوټول او یا به یې د دوی زامن اختطاف کول، چې ښه بېلګه یې د کابل په قوای مرکز او نورو سیمو کې د مېشتو هټیوالو ژوند وو، په رڼا ورځ به ترې باج اخیستل کېده او په یوه او بل نامه به ځورول کېدل.
دوی یو څو تنو د طالبانو د بیا واکمنۍ په پیل کې په غرونو کې مانورونه پیل کړل، له وسلو سره یې فیسبوکي عکسونه اخیستل او دا نغاره به یې ډنګوله چې ګواکې بغاوت یې پیل کړی او غواړي په افغانستان کې بېرته هغه تېر دوران راولي.
په بهر کې مېشتو نورو ملګرو او د رسنیو په نوم د بهرنیو استخباراتي ادارو د تبلیغ مرکزونو ورته پراخ کمپاین پیل کړ، خو کله چې طالبانو يې پر وړاندې اقدام وکړ، ځینې یې ووژل او نور یې تاجکستان ته په تېښته بریالي شول.دوی لا تر اوسه هم هماغه تېر عکسونه په ټولنیزو رسنیو خپروي او په بهر کې د مېشتو کړیو له خوا ورته پراخه هوا ورکول کېږي.
په عمل کې دوی په تېرو کلونو کې پر دې نه دي توانېدلي چې ان د افغانستان په کوم لېرې کونج کې دې یو کلی ونیسي، خو په فیسبوکي نړۍ او ټولنیزو رسنیو کې تبلیغات دومره پراخ دي، ته وا د ډهلي تخت یې نیولی دی.
د دوی دا هوايي لاپي شاپې ټولو ته معلومې دي، خو اصلي پوښتنه دا ده چې دوی دا کار د څه لپاره کوي او په افغانستان کې څه غواړي؟دوی په افغانستان کې هماغه انارشیزم، ګډوډۍ، ټوپک سالارۍ، جنګ سالارۍ، غصبونه، جنګونه، اختطافونه، وسله والې غلې، فحاشي او د ډیموکراسۍ په نوم بې دیني غواړي چې تېر شل کاله یې د غرب تر وزر لاندې ترې ژوند کاوه او خپل اسونه یې پکې چاغول.دوی هڅه کوي چې خلک د اوسني نظام او ثبات پر وړاندې راوپاروي او شته نظم او نظام اخلال کړي، ترڅو میدان دوی ته پاتې شي.
خو لکه مخکې مې چې وویل دوی له پراخ بهرني ملاتړ سره سره، پر دې نه توانېدلي چې د افغانستان په ډېره لېرې پرته سیمه کې ان یو کلی هم نا امن کړي، نو دوی بیا دومره لویه ادعا د څه لپاره کوي؟دوی باید پوه شي چې هغه وختونه نور تللي چې خلکو ته په یوه او بل نامه فرېب ورکړي، دوی دې د روان امن او پرمختګ ضد خوبونه اوبو ته ووايي، دوی ته ښايي چې نور هماغه د دوشنبې، فاریس، واشنګټن، لندن او بون له رڼا ګانو او معیشتونو خوند واخلي، افغانان اوس پر بېل مسیر روان دي او پنځه یا لس کاله وړاندې دې یې بیا ننداره وکړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.