د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رسنیو ته د حافظ اکرام الدین کامل د عکس په استولو سره ویلي، چې اسلامي امارت د هندوستان ممبۍ ښار کې د جنرل قونسلګرۍ لپاره حافظ اکرام الدین کامل سرپرست سر قونسل معرفي کړی دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت داسې حال کې دا خبر تائیدوي، چې تېره ورځ د هند سنډې ګارډین ورځپاڼې خبر ورکړی و، چې د هند حکومت د افغانستان اسلامي امارت پر هغې غوښتنې غور کوي، چې له مخې یې د دغه هېواد په ممبۍ ښار کې افغان ډیپلوماټ ومني.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت را وروسته دا لومړی ځل دی، چې هند ته نوی افغان ډیپلوماټ لېږل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version