د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د هند هوايي شرکت (آیر انډیا) د الوتکې پر نسکورېدو خواشیني څرګنده کړې.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «بهرنیو چارو وزارت هند کې د یوې الوتکې د نسکورېدو له امله ژوره خواشیني څرګندوي او د قربانیانو کورنیو او د هند له حکومت سره خپله خواخوږي شریکوي.»

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، د هند په احمد اباد ښار کې د آیر انډيا الوتکې د غورځېدو پېښه کې نږدې ۳۰۰ کسان مړه شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version