د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي او په کابل کې د ایران سفیر د دوشنبې پر ورځ د دغه وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره د مخه ښې لیدنه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو تحولاتو بحث او خبرې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي دنده او تر سره شوې هڅې د ستاینې وړ بللي او ویلي یې دې چې د ایران له نوي سفیر سره به د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره خپله همکاري روانه ساتي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version