د خوست امنيه قوماندانۍ رسنيز دفتر خبر ورکوي چې په ياد ولايت کې ۸۰ کلنه دښمني چې د دریو کسانو ژوند یې اخیستی و، په سولییزه توګه په دوستۍ پای ته ورسېده.
د خبرپاڼې پر بنسټ د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند د پنځمې امنیتي حوزې مسؤلینو او د سیمي قومي مشرانو په هڅو په مستربل سیمه کې د ګلاخان او ګلام خان کورنیو ترمنځ ۸۰ کلنه مرګونې دوښمني چې دریو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه، د تل لپاره په روغه او دوستۍ بدله شوه.
د يادونې وړ ده چې د هېواد په ډېر شمېر ولايتونو کې د مسؤلينو او قومي مشرانو په هڅو لسګونه دښمنۍ چې حتا پېړۍ پرې اوښتې وې له منځه تللي او په دوستۍ بدلې شوې دي.