د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال ابرار میرزا اولیموف سره په کابل کې د لیدنې پر مهال دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو د پیاوړتیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو، د بانکي تعاملاتو د ښه تنظیم، تخنیکي همکاریو او تجربو د شریکولو په اړه بحثونه کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي خالد د افغانستان بانک له لوري د مالي او بانکي همکاریو پر دوام ټینګار کړی او ویلې یې دي، چې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره به له ازبکستان سره نږدې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د ازبکستان د مرکزي بانک مرستیال هم د بانکي اړیکو د پراختیا ارزښت یاد کړی او د متقابلو همکاریو د دوام ډاډ یې څرګند کړی.
دواړو لورو هیله څرګنده کړې، چې د دې همکاریو له لارې به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ مالي او بانکي اړیکې لا پیاوړې شي.


