د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند د دوهمې حوزې امنیتي ځواکونو د حکمت مبايل زون په نوم جعلي اکاونټ کارونکی کس چې لسګونو کسان یې په انلاین بڼه د موبایلونو د خرڅلاو په موخه دوکه کړي وو، او له دې لارې یې له هر کس څخه لسګونه زره افغانۍ ترلاسه کولې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې ونيول شو.
نیول شوي کس په لومړنیو اظهاراتو کې منلې چې له دې لارې یې ګڼ شمېر خلک دوکه کړي او په ډېره اندازه پيسې یې ترلاسه کړې دي.
د یادونې وړ ده، یو شمېر نور کسان چې په خواله رسنیو کې د جعلي ادرسونو له لارې په بېلابېلو جرمونو تورن وو، نیول شوي او اړوند ارګانونو ته معرفي شوي دي.