د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ټول هېواد کې یې له بازارونو د مندرسو بانکنوټونو د راټولولو او پر ځای یې د نویو او سالمو بانکنوټونو د وړاندې کولو بهیر پیل کړی دی.
افغانستان بانک له خلکو غوښتي، چې مندرس بانکنوټونه د دغه بانک او سوداګریزو بانکونو نمایندګیو ته وسپاري او په بدل کې نوي او سالم بانکنوټونه ترلاسه کړي.
د افغانستان بانک په وینا، د دې پروسې موخه د هېواد له بازارونو د مندرسو بانکنوټونو راټولول او د سالمو بانکنوټونو د دوران لپاره د مناسب چاپېریال برابرول دي.


