د سیمهییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، پاکستاني طالبانو، د پښتونخوا ایالت په دېره اسماعیل خان سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر برید ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې پنځه پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
هېره دې نه وي چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستاني طالبانو له خوا پر پاکستاني پوځیانو د بریدونو په کچه کې ډېروالی راغلی چې له امله یې په قبایلي سیمو کې یو شمېر مهمې سیمې هم د پاکستاني طالبانو لاس ته لوېدلي دي.