الجزیرې خبري شبکې ته د صهیونیستي رژیم له زندانونو یو تازه ازاد شوي فلسطیني زنداني «اسعد زعرب» ویلي چې، د صهیونیستي رژیم زندانونه دوزخونه دي.
نوموړي وړاندي ویلي چې په دغو زندانو کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې له اوومې نېټې راهیسې فلسطیني زندانیان له خورا بد وضعیت سره مخامخ دي.