پېښو ته د رسېدو او اطفایې لوی ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره کورنیو، موسساتو او دولتي ادارو ته د ځان، مال او دولتي شتمنیو د ساتنې په موخه یو شمېر جدي سپارښتنې کړي.

یاد ریاست د دولتي او شخصي تاسیساتو مسئولینو ته سپارښتنه کړې، چې خپل تاسیسات د اوروژنې په لومړنیو وسایلو سمبال کړي او د مارکېټونو له بامونو څخه د تېلو ذخیرې او هر هغه څه چې د اور لګېدو سبب ژر تر ژره راټول او له بامونو ښکته کړي.

اعلامیه کې وړاندې عامو هېوادوالو ته سپارښتنه شوې چې ګازډبې د ډکولو پرمهال د ډبې د اصلي حجم څخه ۳۰ سلنه کمې ډکې کړي، «واشلونه یې وګورئ او یا یې نوي کړئ. »

یاد ریاست په دغه اعلامیه کې زیاته کړې، «پخلنځي، دوکانونو، ګودامونو، تل‌خونو او کورونو ته نږدې د اور اخیستونکو او سون توکو له نږدې اېښودلو څخه ډډه وکړئ.»

پېښو ته د رسېدو اطفایې لوی ریاست له متخلفینو سره د قانوني چلند خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د پېښو له رامنځته کېدو وروسته هیڅ‌ څوک د شکایت حق نه‌لري.

یادې ادارې د اعلامیې په پای کې له‌ خلکو غوښتي چې د اورلګېدنې د رامنځته کېدو پر مهال ژر تر ژره د یاد ریاست له شمېرو او یا هم له ۱۰۱ شمېرې سره اړیکه ونیسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version