د ایران اصفهان د پولیسو قوماندان يوې خبري غونډې ته ویلي، چې په منځنۍ کچه هره ورځ له دغه ولایت څخه ۳۰۰ تنه افغان کډوال نیسي او له پولې یې اړوي.
حمید علینقیان پور ویلي، چې له ایرانه د افغانانو د وتلو یوه لاره دا ده، چې په یاد هېواد کې پر افغانانو لګښتونه لوړ شي.
په وروستیو میاشتو کې ایراني چارواکو په ایران کې د افغان کډوالو د ماشومانو په ښوونځیو کې له شاملیدو مخنیوی، په افغان کورنیو باندې د ډوډۍ نه پلورلو، د کور په کرایه نه ورکولو، د کارخونو او ورکشاپونو پرې بندولو او راټولول هغه څه دي چې په ایران کې یې پر افغانان فشارونه څو برابره ډیر کړي دي.
په ورته وخت افغان حکومت تل په ايراني لوري غږ کړی چې له افغان کډوالو سره زور زياتی نه کوي او انساني چلند دې ورسره وشي.