د بلخ د عامې روغتیا ریاست وايي، د بلخ سیمه‌ییز روغتون په بېلابېلو روغتیايي څانگو کې څه‌باندې ۳۱زره وړیا جراحي عملیاتونه شوي دي.

د یاد ریاست د مسوولینو په خبره، پرو سږکال په تر سره شوو عملیاتو کې ۱۶ زره په اُرتوپیدي، چې د غاړې، ملا او د بدن ځینو نورو برخو عملیاتونه پکې شامل وو، شوي دي.

همدرانگه په یاد روغتون کې ۴۰۰ زره کسانو ته سراپا (OPD) او ۹۵ زره ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې په دې هڅه کې دي چې په ولایتونو کې سیمه‌ییزو روغتونونو کیفیت لوړ کړي او ناروغانو ته په بېلابېلو برخو کې خدمتونه وړاندې کړي.

د کابل په گډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې سلگونه دولتي او خصوصي روغتونونه شته، چې هره ورځ زرگونه ناروغانو ته خدمتونه وړاندې کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version