د بلوڅ بيلتون غوښتونکې غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، وسله والو یې په «تمپ او دکي» سيمو کې پر پوځ او معدن وړونکو لاریو څلور جلا جلا بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه پوځيان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د یادې اعلامیې له مخې بلوڅ وسله‌والو یوه لارۍ او یو د مواصلاتي شبکې ټاور هم سوځولی دی.

د بلوڅ بېلتون غوښتونکی غورځنګ له پاکستاني حکومت څخه د خپلو سیمو ازادي غواړي او د همدې موخې لپاره یې له کلونو راهیسې وسله‌واله مبارزه پیل کړې، چې لاهم دوام لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version