د بهرنيو چارو وزارت وياند حافظ ضياء احمد تکل ويلي، مسکو کې د افغانستان د سفارت سرپرست جمال ناصر غروال د لوړپوړو امنیتي چارواکو د ۱۳م نړۍوال امنیتي فورم په پرانیست غونډه کې ګډون کړی دی.

ښاغلي تکل زياته کړې، چې غروال په غونډه کې د افغانستان د وروستیو امنیتي پرمختګونو او لاسته راوړنو تر څنګ، د دې بدلونونو سیمه‌ییزو او نړۍوالو اغېزو ته اشاره کړې ده.

ياده دې وي، چې د سرپرست حکومت استازي په لومړي ځل په دغه فورم کې ګډون کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version