د موريتانيا چارواکو هغه اوازې په کلکه رد کړې دي، چې ګواکې د موريتانيایي حاجیانو یوه الوتکه د مصر سره نږدې د سره سمندر په سیمه کې لوېدلې ده.
د دغه هېواد د حج چارو رئیس الولي طه او د موريتانيا هوايي شرکت دواړو تائيد کړې چې ټول حاجیان په سلامتۍ سره سعودي عرب ته رسېدلي دي او هېڅ ډول پېښه نه ده شوې.
ياده دې وي چې له بېګا راهیسې په ټولنيزو رسنيو کې اوازه وه، چې ګواکې د موريتانيا هېواد د حاجيانو الوتکه په سره سمندرګي کې لوېدلې او له دوه سوه زيات حاجيان پکې مړه شوي.