اطلاعاتو او کلتور وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سېلابونو له خطر څخه د غور منار جام د ژغورنې او ساتنې په موخه د استحکام او ګبیون‌کارۍ پروژې چارې بشپړې شوې.

د دغه وزارت په وینا؛ چې په دې پروژه څه ‌باندې دوه میلیونه او ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.

د يادونې وړ ده چې منار جام د نوي ډهلي له قطب منار وروسته په نړۍ کې دویم له خښتو جوړ منار دی، چې ۶۳ متره لوړوالی لري او د جوړیدو تاریخ یې د غوریانو پاچا سلطان غیاث‌الدین غوري د واکنمۍ ته رسیږي او په ۲۰۰۲ کال کې د یونیسکو د نړۍوالو فرهنګي میراثونو د سازمان په نوملړ کې هم ثبت شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version