‏د افغانستان بانک خبر ورکړی چې، غواړي سبا سه شنبه د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول و پلوري.

یاد بانک له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي، غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

مرکزي بانک زیاته کړې چې، د لیلام ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version