یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
په تېرو دوه لسیزو کې د شر او فساد لارویانو د وطن له خان نېولې تر دهقانه یو هم ارام پرېنښود.
له چا یې په کې په زور کورونه او ځمکې غصب کړې، څوک یې اختطاف کړل او څوک یې په یو او بل نوم په امریکایانو د ډالرو په مقابل کې خرڅ کړل چې هغوی بیا تر ګونتنامو او باګرام زاندانونو ورسول، څوک یې شهیدان کړل او څوک یې لېونتوب ته نږدې کړل.
خو دوی په دې هم ماړه نه شول د وطن په خزانو یې شروع وکړه، له پاریس، ایران، تاجکستان، امریکا، برطانیه او روسیې یې خپل بادارانو ته د راتګ بلنه ورکړه چې د میلیونونو په ارزښت قیمتي کاڼي یې په سل او دوه سوه ډالر په ځولۍ کې ور واچول.
د وطن هر ارزښت یې په ډېر کم قېمت د بادار پښو ته وغورځاوه، خو شعار یې د وطن ساتلو، ابادۍ او امن راوستلو زمزمه کاوه، خو دا کار لا خلاص نه و، چې د وطن په ځمکه یې سودا شروع کړه.
په ډیورنډ لاین یې په میلیونونو ډالر سودا وکړه او د خپل وخت والي یې رسمي افتتاح او پرانیستي ته ور ولېږه، د هغه وخت د استخباراتو عمومي رئیس یې وويل: چې په ډیورنډ لاین سودا روانه ده، چې ژر یې د برخې په ورکولو خوله ور وتړل شوه.
دا کېسه هماغسې روانه وه چې د بلیک واټر یې تړون وکړ، او د امریکا پروژه يي قاتلین او جنګي جنایتکاران یې د وطن په مظلومو بچیو پسې راوستل او هره شپه یې پرې تنکي ماشومان، ځوانان، علماء، میندې او خویندې پرې شهیدانولې.
(د بلیک واټر (صفر دو) قطعې یو عسکر په جلال اباد ښار کې یوه مجلس ته په ډېرې سپین سترګۍ وویل: چې په چاپه کې مونږ ته د وژل شویو پر سر هر نفر ته 100$ امریکایي ډالر راکوي، چې دوه درې نفر له منځه وړل ښه کافي مزدوري ده).
خو بیا هم ماړه نه شول؛ د امریکا لخوا د جوړو شویو ملیشو معاشونه یې ځانته ډېر کالونه وخوړل، چا ځان د شمال امپراطور ګاڼه او چا د شمال شاهین او زمری؛ خو د دې ټولو وحشتونو او ظلمونو باوجود نن هم کټ مټ د وطن بربادۍ ته هماغسې اړم دي لکه پرون چې ول.
بلکې له هغې لا ډېره هڅه کوي چې وطن برباد او دا له څو لسیزو وروسته راغلی امن، په یو ټغر راټولېدنه او خپلواکي له وطنوالو واخلي.
کله امریکا ته وایي: تاسې پیسې راکړئ مونږ به افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړو، کله اسرائیلو، برطانیې او نورو هېوادونو ته په خاپوړو ور روان وي.
خو له هرې خوا بیرته ټیټ سرونه را ګرځي، نه په وطن کې څوک ورسره درېږي او نه په غرب کې څوک باور پرې کوي.
دوی د وطن شان او دبدبه سوالیه کړې ده؛ کله په خپلو مجلسونو کې یو بل ته کنځلې کوي او کله د پیسو پر سر د ورانۍ پر وخت تېرې غلاګانې په یو بل پسې را سپړي.
په بهر هېوادونو کې یې د عامو افغانانو د ژوند کړۍ تنګه کړې او خلک یې پرې بې باوره کړې دي.