یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې د جمهوریت د ملي امنیت یو لوړپوړي جنرال، صمد شمس الدین؛ په یوه غږیز پیغام کې د افغانستان د جمهوریت د ماتې په اړه حقايق بيان کړي دي؛ د هغه په وینا، د تېري ادارې چارواکي نه يوازې د ا.ا پر وړاندې په بشپړه توګه ناکام شول؛ بلکې له ځان سره يې د نړۍ سوپر طاقتونه هم مات کړل.
د نوموړي په وينا:«نه يواځې دا چې د ا.ا مقابل موږ ټول د تېر جمهوريت غړي مات، حکومت مو سکوت شو، بلکې زموږ د فساد، دندو او ولس ته د نه ژمنتيا په وجه مو د نړۍ راغلي سوپر طاقتونه هم له ځان سره مات کړل» د دغه اعتراف په ترڅ کې هغه په پراخه توګه د جمهوریت فساد، غدر، او د دوی د سقوط اصلي لاملونه په ډاګه کړي دي.
ا.ا په خپل اوږده دور د جهاد کې یو ځل بیا ثابت کړل چې یوازې د رب رضا، د ملت خدمت، او د عدالت تامین کولای شي یو ملت ته بریا ورکړي؛ هغوی د خپل اسلامي باور او ملي هویت په بنسټ مبارزه کوله او په بشپړ ایمانداري او دسپلین سره یې د نړۍ د تر ټولو ځواکمنو هېوادونو په وړاندې بریا ترلاسه کړه.
طالبانو د خپل ولس د خدمت او عدالت د تامین لپاره له هیڅ قربانۍ څخه ډډه ونه کړه؛ او دغه دریځ یې په خلکو کې د دوی محبوبیت او مشروعیت نور هم زیات کړ.
برخلاف، هغوی چې ځانونه یې د جمهوریت او پرمختګ سمبولونه ګڼل؛ په فساد، درغلۍ، او ځانغوښتنې کې ډوب وو؛ د دوی یوازېنی هدف د قدرت ساتنه او د خپلو شخصي ګټو ترلاسه کول وو.
خو طالبان چې د اسلام، د رب رضا، د وطن دفاع او د ولس په خدمت او عدالت یې باور درلود؛ د ټولو فشارونو په وړاندې ثابت قدم پاتې شول؛ د دوی ملي یووالی، صداقت، د آمر اطاعت، او د خپلو خلکو ساتنه د دې لامل شوه چې په سرتاسري افغانستان کې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي او په پای کې د هېواد کنټرول په خپل لاس کې واخلي.
صمد شمس الدین په خپل اعتراف کې روښانه کړه چې په جمهوريت کې له مشره تر کشره ټول په فساد او خیانت کې غرق وو؛ هغوی خپل مسلک ته وفادار پاتې نه شول، ایمانداري یې نه درلوده، د ولس فکر ورسره نه وو؛ بلکې يواځې يې ډالر پرستي پېژندله او د ډالرو لپاره د ولس په وينو لوبې کولې، په همدې وجه دوی د ولس باور له لاسه ورکړ او په پای کې په بشپړه توګه نسکور شول.
دوی نه یوازې دا چې په خپلو چارو کې صادق نه وو؛ بلکې د خپلو خلکو او هېواد په اړه یې هېڅ ژمنتیا نه درلوده؛ د دوی په حکومت کې د فساد او درغلۍ کچه دومره لوړه شوه چې حتی نړیوال اشغالګر هم له دوی څخه خفه او بېزاره شول.
د جمهوریت مشران او کشران یوازې په دې لګیا وو؛ چې څنګه خپلې څوکۍ وساتي او خپل بانکي حسابونه ډک کړي؛ دوی په دې ونه توانېدل چې د هېواد د امنیت لپاره یو پایښت لرونکی نظام جوړ کړي، ځکه دوی یوازې د شخصي ګټو لپاره کار کاوه.
د تېر جمهوريت د سقوط وجه يواځې د داخلي غلامانو د فساد له امله نه وو؛ بلکې نړیوالو يرغلکرو ځواکونو، په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو او ناټو هم په دې جګړه کې ستره ناکامي تجربه کړه؛ هغوی افغانستان ته د سولې او ثبات د راوستلو په نامه راغلل، خو په عمل کې یې یوازې د جګړې اوږدېدل، د افغانانو قتل عام او د افغانستان ورانول رامنځته کړل.
امریکا او ناټو د خپل پوځي ځواک په زور هڅه وکړه چې د خپلې خوښې حکومت په افغانستان کې وساتي، خو د هغوی راتګ، د ا.ا اسلامي نظام ړنګول او مداخله یوازې د فساد او د افغانانو د تباهۍ لامل شوه؛ دوی په دې ونه توانېدل چې د افغان ولس ملاتړ ترلاسه کړي، ځکه هغوی يواځې په نظامي حللارو تمرکز درلود او د افغانانو مذهبي او ملي ارزښتونه یې تر پښو لاندي او شل کاله يې افغان وژنې ته ادامه ورکړه.
نړيوالې ټولنې باید د دې پر ځای چې یوازې نظامي حللارو ته يې مخه کړې وه، په سیاسي حل او دیپلوماسۍ کار کړی وای؛ که دوی په ۲۰۰۱ کې د جګړې پر ځای د ا.ا او افغانانو سره ریښتینې سیاسي خبرې کړې وای، نو ښايي وضعیت بېل وای.
د نړیوالو ځواکونو ناکامي په دې کې وه چې دوی یوازې د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره په افغانستان کې پاتې شول؛ او کله چې خپلو اهدافو ته ونه رسېدل نو په بشپړه توګه یې افغانستان پرېښود او وتښتېدل؛ خو د تېر جمهوريت چارواکي چې کلونه يې د دوی لپاره افغان وژنه کړې وه يواځې افغانانو ته پرېښودل چې بيا د ا.ا له طرفه ورته عمومي عفوه وشوه.
د ناټو او امریکا له لوري د افغانانو په ژوند او برخلیک کې د لوبې کولو پر ځای، دوی باید له طالبانو سره یو واقعي سیاسي تفاهم ته رسېدلي وای؛ ځکه طالبان په حقیقت کې د ملت اصلي ساتونکي او ریښتیني خادمان وه او دي.
د تېر جمهوريت د سقوط یو بل مهم اړخ د شر او فساد ډلې رول وو، چې لنډغري، تعصب، ژب پرستي او فساد کې غرق وو او ولس د دوی له لنډغري څخه تر پوزي راغلی وو.
د شر او فساد ډله چې په جمهوريت کې ورته اشغالګرو غوښنه برخه ورکړې وه د نورو ملي ګټو پر ځای یوازې تعصب، لنډغري او د اشغالګرو خوشحالولو ته لومړیتوب ورکاوه؛ په فساد ککړ او وحشتونه يې کول، نو ځکه افغان ولس له جمهوريت څخه بېزاره شو.
د شر او فساد ډله، چې د امریکا او نورو نړیوالو ځواکونو په ملاتړ یې خپل قدرت ساتلی وو، د ملت د خیر او فلاح پر ځای په خپلو شخصي او قومپالانه اهدافو تمرکز وکړ؛ دوی د دې پر ځای چې د هېواد لپاره یو ملي او سالم سیاست ته کار وکړي، یوازې د خپلو شخصي او سیمیزو ګټو لپاره کار کاوه؛ همدا لامل وو چې د دوی له امله د افغانستان داخلي بې اتفاقي نوره هم زیاته شوه او طالبان چې د ملي یووالي سمبول وو، په پای کې بریالي شول چې يرغلګر، د تېر جمهوريت چارواکي او د دوی فاسد نظام نسکور کړي.
د صمد شمس الدین خبرې په بشپړه توګه دا روښانه کوي چې د افغانستان پخوانی جمهوریت؛ چې د فساد، درغلۍ، او خیانت په اساس جوړ شوی وو؛ د دې لامل شو چې جمهوريت د سقوط سره مخ شي.
طالبانو برعکس د خپلې مبارزې او ایماندارۍ، اتحاد او سپېڅلي مسير له امله د خلکو ملاتړ ترلاسه کړ؛ هغوی د افغانانو د ملي او مذهبي ارزښتونو ساتونکي پاتې شول او په پایله کې یې هغه فاسد نظام(جمهوريت) چې د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ملاتړ یې درلود؛ نسکور او يرغلګر له ګران افغانستان څخه وشړي.