په کابل کې د ایران سفارت پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي په تهران کې د ایران د روغتیا له وزیر محمدرضا ظفر قندي سره کتلي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې کتنه کې په روغتيايي برخو کې د دوه اړخیزو همکاريو پر پراخوالي خبرې شوې دي.

د ویلو ده، چې د عامې روغتیا سرپرست وزیر دوه ورځې وړاندې د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د دوه اړخیزو روغتیایي همکاریو د پراختیا په موخه ایران ته تللی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version