د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج الدین حقاني دغه څرګندونې کابل کې د روږدو پر روغتون د پاکستان پوځي رژیم د هوایي برید د شهیدانو د جنازې د مراسمو پر مهال وکړې.
هغه وویل مونږ په جنګ کې کمزوري نه یو، خو د پردیو ګټو لپاره مسلمانو ولسونو ته زیان رسول د زغم وړ نه دی.
د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې مونږ د خیر نیت لرو، خو د کړنو عواقبو ته به ګورو او د هرې کړنې غچ اخیستونکي یوو.
