د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، چې د ملي پراختيا شرکت تر چتر لاندې بغلان کې د غوري سمنټو د درېیمې فابريکې د جوړولو چارو ۱۰ سلنه پرمختګ کړی دی.

د معلوماتو له مخې ياده فابريکه به له بشپړېدو وروسته په ورځني ډول د ۵۵۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري.

د يادې فابريکې ټول لګښت شاوخوا ۸۷ میلیونه ډالره ښودل شوی او ټاکل شوې، چې د دوه کلونو په موده کې به یې کار بشپړ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version