شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp پاکستاني جيو نيوز رسنۍ راپور ورکړی چې، د مایکروسافټ کمپنۍ د ۵۰مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې يوې ښځې د يادې کمپنۍ د مصنوعي ځیرکتیا (AI) برخې په مشر مصطفی سلیمان د فلسطين په ننګه اعتراض کړی او د غونډې په منځ کې یې نوموړي ته ويلي چې، ستاسو لاسونه د غزې د خلکو په وينو سره دي.سرچينه وايي، يادې ښځې د مايکروسافټ کمپنۍ د مصنوعي ځيرکتیا برخې مشر ته ويلي «مصطفی! ته باید شرم وکړې، ستا لاسونه په وینو سره دي، ته وایې چې غواړې مصنوعي ذهانت د خیر په چارو کې وکاروې؛ خو مایکروسافټ د اسرائیلو پوځ سره مرسته کوي، ۵۰۰۰۰ کسان ووژل شول، مایکروسافټ زموږ په سیمه کې دې نسل وژنې ته لمن وهي».د يادونې وړ ده چې، ياده مېرمنه ابتهال ابوسعيد نومېږي او د مايکروسافټ کمپنۍ مخکښه کارکوونکې ده.
د شمالي کوريا ولسمشر کيم جونګ اون: تهران د اسرائيل پر وړاندې جګړه کې يواځې نه ده، موږ یې بشپړ ملاتړ کوو18 جون 2025
روسيه: امريکا دې اسرائيلو سره مستقيمه نظامي مرسته څه چې حتی فکر هم نه کوي، کنه پايله به یې خطرناکه وي18 جون 2025