د عربي رسنیو د راپورونو له مخې په لبنان کې د اوربند د رامنځ ته کولو لپاره د سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو په دوام، د امریکا ځانګړی استازی «اموس هوختشتاین» د دغه هېواد پلازمېنې بیروت ته تللی دی.

العربیه رسنۍ خبر ورکړی، چې د امریکا ځانګړی استازی له واشنګټن وروسته بیروت ته هغه وخت لاړ، چې حزب‌الله او د لبنان حکومت د سولې وړاندیز شوي پلان ته مثبت ځواب ورکړ او وې ويل، چې د اوربند له پلان سره موافق دي، خو ټینګار یې کړی، چې ځینې مسایل شته، چې باید په پام کې ونیول شی.

بل لور ته بيا رویټرز خبري اژانس وايي اسرائیلو لا تر اوسه په لبنان کې د اوربند لپاره د امریکا له پلان سره موافقه نه ده کړې او په وينا یې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو نه غواړي چې د اوربند له پلان سره موافقه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version