د ایران تسنیم خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د امریکا خزانې وزارت د حماس اسلامي غورځنګ پر شپږو سیاسي او پوځي مشرانو نوي بندیزونه لګولي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دغو اشخاصو کې د حماس اسلامي غورځنګ د نظامي څانګې مشر او په بهر کې د باسم نعیم په ګډون د حماس ځیني سیاسي استازي شامل دي.

بل خوا د حماس اسلامي غورځنګ د یوې اعلاميې په خپرولو سره د امریکا دا بندیزونه غندلي او دا یې د صهیونیستي فاشستي رژیم د جنایتونو ښکاره ملاتړ بللی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version