ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۵/۱۱ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_‏کابل کې د روږدو د درملنې ۵۰۰۰ بستریز مرکز څخه ۵۰۰ روږدي له درملنې وروسته کورونو ته رخصت شول.

۲_‏هيواد کي د انټرنېټي او غږیزو مخابراتي چوپړتیاوو بيې ټيټېږي.

۳_مخابراتو وزارت د مخابراتي شبکو لپاره د اړيکو او انټرنټ نوې ټيټې بيې اعلان کړې.

۴_د اترا‌ ادارې عمومي رييس د جنوبي اسيا د مقرارتي ادارو په پنځه ويشتمه غونډه کې د ګډون په موخه هند ته تللی.

۵_‏د شرعي حدودو د تطبیق دوام؛ پکتیا کې یو کس د قتل په تور قصاص شو.

  • [ ] سیمه:
    ۱_پاکستان کې د واده بس چپه کېدو پېښه کې د زوم په ګډون ۲۶ تنه مړه شوي او يواځې ناوې ژوندۍ پاتې.

۲_بلوڅ وسله والو د پاکستاني پوځ په کمپ بريد کې ۱۶ پوځيان وژلي.

۳_دېره اسماعیل خان کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ د وسله‌والو په برید کې دوه پوځیان وژل شوي.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_د اسرائیلو پر شمال د حزب الله غورځنګ د بریدونو له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې.

۲_سوریه کې د امریکایي پوځیانو پر دوو مرکزونو ډرون بریدونه شوي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version