د اې‌ بي‌ اېس نيوز د راپور له مخې د امريکا سمندري ځواک پرون دوشنبه اعلان کړی چې د دوی يوه اېف‌ اتلس‌ جنګي الوتکه د الوتکې وړونکې بېړۍ له غاړې سره سمندرګي ته لوېدلې او ډوبه شوې ده.

په پېښه کې د يوه امريکايي عسکر د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د معلوماتو له مخې د الوتکې د لوېدو اصلي لامل تر اوسه نه دی‌ معلوم؛ خو ياده الوتکې وړونکې بېړۍ څه موده وړاندې د حوثیانو له خوا په نښه شوې وه او ګمان کېږي د همدې له امله پکې تخنيکي ستونزه رامنځته شوي وي او الوتکه ترې لوېدلې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version