د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې خبر ورکړی چې د فرانسې د پاريس ښار د ۲۰۲۴ کال په نندارتون کې د يو ميليون او ۷۰ زره امريکايي ډالرو په کلني ارزښت د ۶۰۰ کيلو ګرامه افغاني زعفرانو پېرلو تړون لاسليک شوی.

د يادې ادارې په خبره دغه تړون به د نړۍ په بازارونو کې د افغانستان زعفرانو د غوره ځای نېولو او د دغه هېواد د خلکو د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان زعفران د خپل بې ساري کيفيت او ارزښت په درلودلو سره د نړۍ په کچه لومړی مقام او خورا ښه بازار لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version