د پاکستاني طالبانو غورځنګ په خپل رسنيز ادرس ليکلي چې ځواکونو یې څو ورځې وړاندې د پېښور ولایت چارسدې ضلعې شبقدر ولسوالۍ کې د ایف سي عسکر جواد علي د یو لړ پټو عملیاتو په پاېله کې نيولی او نامالوم ځای ته لېږدولی وو.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې ياد عسکر د اړینو پوښتنو ګروېګنو څخه وروسته د ځایي مشرانو په ضمانت په راتلونکي کې د وظیفې د نه کولو په شرط خوشې شوی.