د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف له رویټرز خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د هند له لوري پرې نظامي یرغل نږدې دی.

نوموړي ویلي، چې پاکستان اوس له هند سره د کشمیر پر پوله نظامي ځواک زیات کړی او ځينې ستراتیژیکې پرېکړې یې هم کړې دي.

خواجه آصف ویلي، چې که څه هم د هند له خوا نظامي یرغل ژر ښکاري، خو اټومي وسلې به یوازې هغه مهال وکاروي، چې د پاکستان وجود ته مستقیم ګواښ پېښ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version