د یمنۍ رسنیو د راپورونو له‌مخې، تېره ورځ دوشنبه د سعودي عربستان پوځ د یمن پر صعده ولایت پراخ توپخانه‌یي بریدونه کړي.

راپورونه کاږي چې، په دغو بریدونو کې یوه مېرمن شهیده او د سیمې کروندو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

یاده دې وي چې، تېره ورځ د سعودي عربستان لوی متحد امریکا هم د یمن پر صعده ښار درانه هوایي بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ژوند بایللی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version