د پاکستان د طالبانو غورځنګ (TTP) د خیبر پښتونخوا په تیراه سیمه کې د پاکستان د پوځ د ځانګړو ځواکونو (SSG) پر پوستو برید کړی او د پرمختللو پوځي تجهیزاتو په نيولو بريالي شوي.
د راپورونو له مخې، په دغو تجهیزاتو کې نادرې بیلاروسیۍ VSK-100 وسلې، د ترکیې ST9 تپانچې، چینایي توليد 56 Type تومانچې او (Mk1 (RPG-7P د ټانک ضد راکټونه شامل دي.
د پوځي چارو د شنونکو په باور د پاکستاني طالبانو لاس ته د دې ډول پرمختللو وسلو ورتګ به د دوی د پوځي ځواک په لا پیاوړتیا کې مهم رول ولري، او په پاکستاني پوځ د ياد غورځنګ د بريدونو کچه به څو برابره لوړه شي.