د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو نن د دغه ولایت له کانونو څخه د تازه استخراج شویو زمردو د پلور خبر ورکړی دی.
د پنجشېر ځايي مسوولينو ویلي، چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۵ زره ۱۴ قيراطه زمرود د ۲۴۵ زره او ۵۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
د دغه ولایت سیمه ییزو مسوولينو په خبره، چې تر دې وړاندې هم د داوطلبۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرود پلورل شوي دي.