Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د پښتونخوا حکومت ولې له پاکستاني طالبانو سره مخامخ خبرې کول غواړي؟
    لیکني

    د پښتونخوا حکومت ولې له پاکستاني طالبانو سره مخامخ خبرې کول غواړي؟

    صابر افغانصابر افغان14 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ویلي چې افغانستان ته به لاړ شي او له افغان حکومت سره به په پښتونخوا کې د امنیت په اړه خبرې وکړي.

    دا لومړی ځل دی چې په پیښور کې د تحریک انصاف د حکومت له راتلو وروسته ګنډاپور دغه ډول څرګندونې کوي.

    پښتونخوا کې وروستیو دوه کلونو کې امنیتي وضعیت د نور پاکستان په پرتله ډیر خراب شوی او هره ورځ د چاودنو، جګړو او هدفي وژنو راپورونه ورکول کېږي؛ د دغو پیښو ډیر قربانیان د پښتونخوا پولیس دي.

    د ګنډاپور دې څرګندونو ته د پاکستان دفاع وزیر(د پوځ غیر رسمي نماینده) خواجه اصف ویلي، ایالتي حکومت ته به اجازه ور نه کړي چې له چا سره خبرې وکړي.له کلونو راهیسي تحریک طالبان پاکستان له پاکستاني ځواکونو سره په جګړه دی چې په دغه جګړه کې تر اوسه زرګونه تنه وژل شوي دي.

    د پاکستاني پوځ عملیاتو نه یوازې پاکستاني طالبان ختم نه کړل، بلکې د خپلو ناسمو پالیسیو او ظالمانه کړنو له امله یې پاکستاني طالبان نور هم زیات کړل.

    سره له دې چې افغان حکومت په ځلونو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو موجودیت رد کړی، خو دا یې هم ویلي چې د پاکستاني حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ منځګړيتوب کولی شي.

    په تېر کې په کابل کې د دواړو لورو تر منځ ناستې هم شوي، خو د پاکستاني پوځ د سخت دریځ او بې مورده بدمعاشیو مذاکرات ناکام کړل او پاکستاني طالبانو بیا جګړې ته شدت ورکړ.

    د پښتنو مشران او د پښتونخوا د حکومت لوړ پوړي چارواکي پوه شوي چې د پښتنو د سیمې په ناامنۍ کې د اسلام اباد فدرالي حکومت او که لږ یې واضح ولیکو د پوځ د مرکز راولپنډۍ لاس دی، ځکه جګړه کې یوازې پښتانه وژل کېږي او له ستونزو سره هم یوازې پښتانه مخ دي.

    که چېرته جګړه پنجاب او نورو سیمو ته غځېږي، بیا به پوځ او پنجابی حکومت پوه شي چې له سېره څو پخېږي.

    کله چې د پاکستان دوه مهم ایالتونه پنجاب او سند ته د پاکستاني طالبانو لاس وغځېږي، نو بیا به پاکستانی اسټبلشمنټ(پوځ او آی ایس آی) هر څه ته غاړه کېږدي، خو ستونزه دا ده چې د پښتنو طالبانو مخې ته هم پښتون پولیس او ملیشه ولاړه ده او وړاندې تګ ته یې نه پرېږدي.پاکستانی اسټبلشمنټ باید پښتونخوا سره د مور و میرې چلند پرېږدي او پښتونخوا چې له کومو ستونزو سره مخ ده، مخکې له دې چې د نورو پښتنو وینه توی شي او ستونزې زیاتې شي، باید له پاکستاني طالبانو سره یو تفاهم ته ورسېږي او د ستونزو په حل کې خنډ نه شي.

    د پیښور ایالتي حکومت پوه شوی چې د پښتنو په سیمه کې د ناامنۍ اصلي لامل اسټبلشمنټ (راولپنډۍ) ده، ځکه خو هڅه کوي چې خپله راپاڅي او د پښتنو ستونزې د پوځ او مرکزي حکومت له مشورې پرته حل کړي؛ پیښور او پښتانه تل مظلوم وو/دي.

    مخکینۍ مقالهد شر او فساد ډلو ټپلو مشران، که د غربي او شرقي تاړاک نږدې مزدوران؟!
    راتلونکي مقاله احمد شاه مسعود؛ ملي اتل که د طبعي زېرمو لوټمار!

    مربوطه لیکنې

    د ډیورنډ ملي مسئله او د پاکستان – مقاومت پټه دسیسه

    2 مې 2026

    د سیاسي پروسو د ناکامۍ پیل؛ د ویانا شپږم پړاو ولې وځنډول شو؟

    28 اپریل 2026

    د جبهو او ګوندونو ترمنځ د اختلاف اوج؛ ډيورنډ او راتلونکی وضعیت

    27 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 2 مې 2026

    د کورنیو چارو وزارت: پکتیا کې۱۰ میله امریکایي توپنګچې له ۱۰۰۰ فیره مرمیو سره کشف شوې

    د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیس ځواکونو د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ زندو…

    د ډیورنډ ملي مسئله او د پاکستان – مقاومت پټه دسیسه

    2 مې 2026

    هېواد کې نږدې ۱۶ سلنه کارېدونکي نفت د افغانستان خپل تولید دی

    2 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کورنیو چارو وزارت: پکتیا کې۱۰ میله امریکایي توپنګچې له ۱۰۰۰ فیره مرمیو سره کشف شوې

    2 مې 2026

    د ډیورنډ ملي مسئله او د پاکستان – مقاومت پټه دسیسه

    2 مې 2026

    هېواد کې نږدې ۱۶ سلنه کارېدونکي نفت د افغانستان خپل تولید دی

    2 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،162 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،195 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.