د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د روان کال په دویمه ربعه کې یې د څه کم دوه نیم زره ښځو په ګډون پر ۳۴زره او ۶۰۴ کسانو د کار جوازونه وېشلي دي.
د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وایي، په یادو کسانو یې په دولتي او خصوصي سکټور کې ۲۴۹۹ تنو ښځو ته هم د کار جوازونه ویشلي دي.
نوموړی همدا راز زیاته کړې، چې په دې سربېره یې یو شمېر بهرنیو وګړو ته په افغانستان کې د کار کولو جوازونه هم ورکړي دي، او د روان کال د لومړۍ ربعې په پرتله د کار د جوازونو په وېش کې ۶۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د کار او ټولنيزو چارو وزارت له لوري د کار علمي کنفرانس تر پای ته رسېدو وروسته ياد وزارت اعلان وکړ چې په مجموعي ډول به نژدې راتلونکي کې يو نيم ميليون کسانو ته د کار زمينه برابره کړي.