د یمن د حوثي وسلهوالو ویاند د الجزیرې اردن څانګې سره په مرکه کې ویلي، چې د غزې د محاصرې تر پایه او د مرستو تر رسېدو به یې د اسرائيلي بېړیو پر ضد عملیات روان وي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د فلسطین ملاتړ به د هېڅ ډول فشار تابع نه وي او که پر دوی برید وشي سمدستي به ځواب ورکړي.
هغه زیاته کړې چې له امریکا سره هره هوکړه به د فلسطین د قضيې په ملاتړ وي او اسرائیل به تر فشار لاندې راولي.