د کانونو او پټروليم وزارت وياند همايون افغان په خپله ايکس پاڼه( پخواني ټويټر) ليکلي چې سبا به د کانونو او پټروليم وزارت او د يوه خصوصي شرکت ترمنځ د ۱۶۳ ميليونه ډالرو په ارزښت د لوګر د سیمنټو پروژې قرارداد لاسليک شي.
د يادونې وړ ده چې د اقتصادي چارو د شنونکو په وينا هېواد کې د سيمنټو د توليد برخې ته د اسلامي امارت پاملرنې ته په کتو ژر ده چې افغانستان د سيمنټو د توليد برخه کې پر ځان بسيا شي.