محمد فیصل

روسیې په ۲۰۰۳ کال کې طالبان د ترهګرو ډلو په لیست کې شامل کړل، خو په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له بریا وروسته اوس وضعیت دومره بدل شوی چې روسیه له ترهګرو لست څخه د طالبانو په ایستلو غور کوي.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته روسیه له هغو هیوادونو څخه وه چې کابل کې یې خپل سفارت پرانستی وساته او دیپلوماتان یې راولیږل.

د افغان حکومت د بریالي بهرني سیاست پر مټ د روسیې تر څنګ د منځنۍ اسیا له نورو هیوادونو سره نږدې اړیکې جوړې شوي دي.

قزاقزستان له ترهګرو لست څخه د طالبانو د ایستلو ګام واخیست او ممکن چې روسیه به یې نږدې راتلونکې کې واخلي.

له ۲۰۲۱ راهیسې د افغان حکومت او روسیې اړیکې ډیرې نږدې شوي دي او دواړه لوري د خپلو ګټو د خوندي کولو له پاره یو بل ته نږدې کیږي.

په یوریشیا ټایمز کې کی این پنډیتا لیکلي چې طالبان د نړیوالو بندیزونو لرې کیدل او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کول او له انزوا څخه وتل غواړي.

دغه راز، افغانستان د خپلې کنګل شوې شتمنۍ ازادي او د لاجوردو لارې له لارې سوداګرۍ پراخوالی غواړي.له بندیزونو خلاص او په رسمیت پېژندل شوی افغانستان به د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره ښې سوداګریزې اړیکې ولري.

افغان حکومت د روسیې له لوري رسمیت پیژندنې ته ډیر لیواله ښکاري او د روسیې له لوري رسمیت پیژندل به د سیمې نورو هیوادونو ته د افغانستان د رسمیت پیژندنې او سوداګرۍ زیاتوالي لاره پرانیزي.بل خوا، روسیه هم افغانستان ته په نږدې کیدو کې خپلې ګټې لټوي.

روسیه غواړي ځان سیمه کې د سولې جوړوونکې او امنیت راوستونکې په توګه وښیي.منځنۍ اسیا د روسیې له پاره ډیر ارزښت لري. په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا امنیت د روسیې له پاره ډیر مهم دی او په کابل کې د یو باثابته او قوي مرکزي حکومت جوړیدل د منځنۍ اسیا د امنیت له پاره ډیر مهم دي.

روسیه نه غواړي چې افغانستان نارامه وي. په همدې خاطر یې د داعش پر ضد له افغان حکومت سره همکارۍ ته هم چمتووالی ښودلی دی.

افغانستان د روسیې له پاره مهم دی. ځکه افغانستان د اسیا زړه دی او د زړه نارامي د ټول بدن نارامي ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version