Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»روغتیا وزارت: د لاسونو مینځل د ناروغیو په مخنیوي کې مهمه ونډه لري
    افغانستان

    روغتیا وزارت: د لاسونو مینځل د ناروغیو په مخنیوي کې مهمه ونډه لري

    صابر افغانصابر افغان3 جون 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د عامې روغتیا وزارت د لاسونو پاکوالي نړیواله ورځ “پاک لاسونه ژوند ژغوري” تر شعار لاندې نمانځلې او له خلکو یې غوښتي، چې خپل لاسونه پرېمینځي.

    د یاد وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني ویلي، پاکوالی د ایمان برخه ده او د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په برخه کې یې په صابون د لاسونو مینځل اړین بللې.

    نوموړي ویلي، پاکوالي ته پاملرنه او په ځانگړي ډول د لاسونو مینځل گڼې اسلامي، اقتصادي او طبي گټي لري او له خلکو یې وغوښتل، چې په ورځ کې څو ځلې خپل لاسونه په صابون پرېمينځي.

    د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رئیس، ډاکټر احمد سیر پاڅون په یاده غونډه کې ویلي، لاسونه د ناروغیو په لېږد کې اړین رول لري او کولی شي د ناروغ کس څخه روغ کس ته د انتاني او کوویډ ۱۹ ناروغیو سربېره گڼې نورې ساري او ویروسي ناروغۍ انتقال کړي، چې په همدې موخه یې پاکوالي ته پاملرنه اړینه ده.

    نوموړي زیاته کړه، د لاسونو پاکوالي ته د پاملرنې په مرسته کولی شو د مړینو او ناروغیو کچه راکمه او د ساري ناروغیو د انتقال مخنیوی وکړو.

    په دغه غونډه کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي احمد جار زیار وویل، پوهنې وزارت باید د ښوونځیو په سیستمونو کې د لاسونو مینځلو موضوع ور زیاته کړي او ماشومان وپوهوي چې تشناب له تللو وروسته خپل لاسونه په صابون پرېمینځي.

    په ټوله نړۍ کې د مې میاشتې پینځمه د لاس مینځلو نړیواله ورځ نمانځل کېږي؛ خو د عامې روغتیا وزارت له لوري دغه ورځ پرون ونمانځل شوه.

    مخکینۍ مقالهافغان ډاکټران: په بهر کې مېشت افغان متخصص ډاکټران بېرته هېواد ته د ستنېدو لېواله دي
    راتلونکي مقاله پکتیا کې گڼ شمېر وسلې د امنیتي ځواکونو لاسونو ته ورغلې

    مربوطه لیکنې

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    18 جون 2025

    پکتيا کې له يو تن حرفوي سوالګر سره څه باندې ۲۲۰ زره افغانۍ نيول شوي

    18 جون 2025

    د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په توګه پلوري

    18 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 19 جون 2025

    د ايران بالسټیک توغندی د اسرائیلي رژیم پر سوروکا پوځي روغتون لګېدلی

    د ایران فارس خبري اژانس د صهیونیستي رسنیو له قوله خبر ورکړی، چې د ايران…

    پر پوځي موټر د پاکستاني طالبانو بمي برید؛ شپږو تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    19 جون 2025

    دوه ژبې یوه اجنډا؛ احمد مسعود د چا دښمن او د چا دوست دی؟

    19 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ايران بالسټیک توغندی د اسرائیلي رژیم پر سوروکا پوځي روغتون لګېدلی

    19 جون 2025

    پر پوځي موټر د پاکستاني طالبانو بمي برید؛ شپږو تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    19 جون 2025

    دوه ژبې یوه اجنډا؛ احمد مسعود د چا دښمن او د چا دوست دی؟

    19 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،960 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،892 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،886 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.