سي اِن اِن خبر ورکړی چې امریکایي چارواکي وایي: شمالي کوریا خپل درې زره پوځیان روسیې ته لېږلي او په بېلابېلو مرکزونو کې د روزنې په حال کې دي؛ که د شمالي کوریا دغه سرتېري له روسیې څخه د اوکراین جګړې ته ولاړ شي، عواقب به ولري.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټڼ پرون له روم څخه د کتنې پر مهال وویل، دا مسکو ته د وسلو له ورکړې وروسته د پيونګ یانګ بل ګام دی چې اخیستی یې دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي، دوی باور لري چې شمالي کوریا د بېړیو له لارې د روسیې بندري ښار ولادیفوستوک ښار ته لږ تر لږه ۳۰۰۰ پوځيان استولي دي.
کربي زیاته کړې چې، دوی نه پوهېږي چې دغه پوځیان به اوکراین ته استول کېږي او که نه، خو په خبره یې، دا کار دوی ته د اندېښنې وړ دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version