د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، شمالي کوریا د ژیړ سمندرګي په سیمو کې د ستراتیژیک کروز توغندي نوې ازموینه کړې.
راپورونه کاږي چې، د دغې ازموینې مشري د یاد هېواد ولسمشر کېم جونګ اون کړې او موخه یې خپلو دښمنانو ته د متقابل برید وړتیا ښودل شوې ده.
د کوریا رسمي خبري سرچینو ویلي، چې یاد توغندی له ۱۵۸۷ کیلومتره واټن له طی کولو وروسته په دقیق ډول په خپل هدف لګېدلی دی.