په غور ولایت کې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو کوچنیو بندونو د جوړېدو چارې بشپړې او د یوه بل چارې پيل شوې دي.
د غور سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي رحمت الله اماني ویلي، چې د یاد ولایت په تولک، پساپند او چهارسدې ولسوالیو کې د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي ملاتړ د ۱۳ میلیونه ۷۶۶ زره ۵۷۱ افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې بشپړې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د یاد ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې د یوه بل کوچني بند د جوړولو چارې پیل شوي، چې د سیمې لسګونه کسانو ته په کې د کار کولو زمینه هم برابره شوې دي.
ورته مهال د یادو ولسوالیو اوسېدونکو د دغو پروژو په پلي کېدو خوښي څرګنده کړې او له دولت څخه یې د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې ده.